د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې
دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له لوري عملي شوې، چې په ترڅ کې یې هغه موانع او خنډونه لېرې کړل شول چې پخوا په یاد مسیر کې اېښودل شوي وو
یادې موانع د ولایت مقام په ځانګړې هدایت لېرې شوې او وروسته د ښاروالۍ د تنظیف ډلې له خوا ساحه په بشپړ ډول پاکه او منظم شوه
دا اقدام د ښار د پراختیا او د پلو لارو د خلاصون په موخه ترسره شوی، چې ورسره اوس ښاریان کولای شي په یاده لاره په اسانه او خوندي ډول تګ راتګ وکړي
