د مهترلام ښار ګذر وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۳۹
ناسته

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري یې ملتیا کوله د ښار د بېلابېلو ګذرونو له وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره کړه

یاده ناسته د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري تنظیم شوې وه، چې په پیل کې ګذر وکیلانو ځانونه معرفي کړل او ښاروال ته یې د نوې دندې مبارکي وړاندې کړه 
دوی له ښاروال څخه وغوښتل، چې د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي
مهترلام ښاروال د وکیلانو هرکلی وکړ او ښاروالۍ یې د ټولو ګډ کور وباله
 نوموړي وویل، ګذر وکیلان د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو مهم پُل دی او کولای شي د خلکو ستونزې راټولې او په مستقیم ډول یې د حل په موخه له ښاروالۍ مقام سره شریکې کړي

د مجلس په پای کې ښاروال له ګذر وکیلانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزو ته جدي رسیدنه وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۷:۱۲
Background image

مهترلام ښاروال د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۴۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ د لومړي او دویمې برخې مزایدې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ چې د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست جنوب خوا ته موقیعت لري، د لومړي او دویمې برخې مزایدې یې ترسره شوې

د یاد مارکیټ د لومړۍ برخې داوطلبي چې د ښاروالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۳۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره نوبتي اداري ناسته ترسره شوه، چې په یاده ناسته کې د ښاروال له لوري د کارونو پر شفافیت او د مراجعینو. . .

BACK TO NEWS