د مهترلام ښار د ګلدانونو د اوبه کولو چارې په ورځني ډول د پلان له مخې ترسره کېږي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
 تنظیف

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښ کارکوونکي د ټاکل شوي پلان له مخې هره ورځ د ښار ګلدانونه د ټانکرونو په وسیله خړوبوي، ترڅو ګلان، نیالګي او زینتي بوټي زرغون او تازه وساتل شي

په همدې لړ کې د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان د یادو فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ او اړوندو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ګلدانونو، نیالګیو او زینتي بوټو د اوبه کولو چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د ښار زرغونتیا او ښکلا خوندي پاتې شي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا، ښکلا او پاک چاپېریال د ساتنې په موخه هره ورځ د پارکونو، ګلدانونو او نیالګیو د خړوبولو او پالنې چارې ترسره کوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS