د اسد ۲۴مې ویاړلې ورځې د نمانځنې په موخه له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د اسد ۲۴مې تاریخي او ویاړلې ورځې د لا ښه نمانځنې په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د مهترلام ښار له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې ښاروال په لومړیو کې له ګذر وکیلانو څخه مننه وکړه، چې د ښاروالۍ په بېلابېلو غونډو او پروګرامونو کې په فعاله توګه ګډون کوي
نوموړي د اسد ۲۴مې د تاریخي ورځې او بېرغ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ګذر وکیلانو یې وغوښتل، چې یاده ویاړلې ورځ په خپلو سیمو کې په شاندارو مراسمو ونمانځي او د اسد ۲۴مې په مناسبت په خپلو ګذرونو کې بېرغونه نصب کړي
همداراز پر ګذر وکیلانو ټینګار وشو، چې د خپلو سیمو د پاکوالي او ښاري نظم ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې ساختماني مواد پر سرکونو او عامه ځایونو کې واچوي
د ناستې په پای کې ګذر وکیلانو په نوبت سره خبرې وکړې، د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه یې وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې د اسد ۲۴مه تاریخي ورځ به په خپلو ګذرونو کې په شاندارو مراسمو ونمانځي او د ښار د پاکوالي او ښاري نظم په برخه کې به له ښاروالۍ سره همکاري کوي
