لغمان کې د اسد ۲۴مه؛ د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۴:۱۰
 مراسم

لغمان کې د اسد ۲۴مه، د اسلامي امارت د بریا او د افغانستان د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه، په دغو مراسمو کې د لغمان والي قاري بختیار معاذ، مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، علماکرامو، مجاهدینو، د شهیدانو د کورنیو غړو او سلګونو تنو ولسي وګړو ګډون کړی و

د لغمان والي قاري بختیار معاذ په خپلو خبرو کې د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه او تاریخي ورځ وبلله او وې ویل، چې د دې ورځې لاسته راوړنه د افغان ولس د اوږدو مبارزو، قربانیو او سرښندنو پایله ده.هغه همداراز د اسد ۲۴ مې اړوند افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا پیغام هم ولوسته
نوموړي د خپلو خبرو په دوام  زیاته کړه: "ټولو افغانانو ته ددې ورځې مبارکي وایم، افغان یو مجاهد ولس دی، همیش یې په لویو قربانیو سره ازادۍ ترلاسه کړې ده دوی به همیش همداسې بریالي وي"
هغه وویل، چې دا ډیر د خوشحالۍ ځای دی چې وطن مو د امن ساه اخلي، د پرمختګ په لور روان دی، ورځ تر بلې پرمختیايي پروژې عملي کیږي امارت به دا وطن ابادوي
لغمان والي له ټولو ډلګيو مشرانو غوښتنه وکړه څنګه چې مو د جهادي مبارزو پرمهال نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کولې همداسې دې اوس د ولس په خدمت کې هم ځانونه ستړي کړي
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم په خپلو خبرو کې د اسد ۲۴مې تاریخي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د دې ورځې نمانځنه د تېرې مبارزې، قربانیو او د هېواد د آزادۍ د ارزښتونو د یاد تازه کولو په موخه ترسره کېږي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دنده وبلله چې د هېواد د تاریخي پېښو او ملي ارزښتونو په اړه ولس ته کره معلومات ورسوي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي
په مراسمو کې د علماو شورا رئيس شیخ محمد سلیم حقاني، د پوهنتون رئیس شیخ محمد منیر حقاني، یو شمېر دیني عالمانو هم خبرې وکړې، د جهاد، قربانیو او د هېواد د آزادۍ د ارزښتونو په اړه یې د اسلامي لارښوونو له مخې څرګندونې وکړې. هغوی د شهیدانو او مجاهدینو سرښندنې د افغانستان د آزادۍ په لاره کې مهمې وبللې؛ پر یووالي، ورورولۍ، سولې او د هېواد د آبادۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ
همداراز یې د تیرو او اوسنیو ازادیو په توپیر، د خپلواکۍ په ارزښت، د اسلامي امارت د پلانونو، د شرعي نظام پر ساتنې، د شل کلن جهادي انقلاب او له اسلامي نظام څخه د ولسونو د ملاتړ په اړه یې مفصلې خبرې وکړې

د شهیدانو د کورنیو غړو او یو شمېر ولسي ګډونوالو هم خپلې خبرې وکړې او اسد ۲۴مه یې د افغانستان د آزادۍ او د بهرني اشغال د پای ورځ وبلله. هغوی خوښي څرګنده کړه چې اوس په یوه باامنه، آزاد او ارام هېواد کې ژوند کوي او هیله یې څرګنده کړه چې د هېواد اوسنی امنیت او ثبات لا پیاوړی شي او افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ پر لور لا زیات ګامونه واخلي

د مراسمو په پای کې د ازادۍ په ویاړ ورزشی نمایشونه ترانې او شعارونه هم وویل شول او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تیاتر ټیم لخوا تمثیلي پارچه هم نندارې ته وړاندې شوه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۵:۵
Background image

د پنځم ګذر اوسیدونکو په خپله سیمه کې د ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د پنځم ګذر چپرهار سیمې اوسیدونکو د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره وکتل د یو شمیر ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې په خپله سیمه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۶:۵۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمیر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د رحماني چوک شاوخوا د یوشمیر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور عزت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۶:۴۴
Background image

مهترلام ښار په رنګینو څراغونو لا ښکلی شوی

مهترلام ښاروالۍ د ښار د ښکلا، نظم او ښاري چاپېریال د لا ښه والي په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د رنګینو څراغونو او ګروپونو د نصبولو چارې ترسره کړې دي، چې له امله یې د شپې له لوري د. . .

BACK TO NEWS