د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورد نوبتي ناسته ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۶:۷
مشورتی بورد

د مهترلام ښاروالۍ مشورتي بورد له معمول سره سم، یکشنیه  د ۱۳۹۹سرطان د میاشتې په (۱۵) نیټه خپله نوبتي غونډه تر سره کړه، چې د ښاري پرمختګونو، د خدماتو پر ښه والي، له روانو پروژو څخه د ښه څار او د ولس ملاتړ په تړاو او ترڅنګ یې د ښاریانو له لوري د رهایشي کورونو او محصول صفایي د نه تحویل اندیښنې وې چې له مشورتي بورد او د ځوانانو بورد غړو سره پرې ناسته ترسره شوه.

مشورتی بورد

له اجنډا سره سم مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د مشورتي د بورد له غړو د ښار د ښه پرمختګ، د رغینز بهیر د چټکتیا، د مهترلام ښاروالۍ د رهبرۍ له اړخه د نویو پروژو په پلي کیدا او ترڅنګ یې د ښاریانو په ستونزو او صفایي د محصول د نه تحویلۍ په تړاو بحث او خبرې وکړي

مهترلام ښاروال وویل: دا چې ښاروالۍ یوه تصدي اداره، خدمات د خپلو راټولو شویو عوایدو دلاسته روړلو په بنا ترسره کوي، ښاروالۍ خدمات وړاندې کړي او ښاریان باید مهترلام ښاروالۍ ته د پاکۍ محصول تحویل کړي،

مهترلام ښاروال له مشورتي بورد او د ځوانانو له بورد څخه غوښتنه وکړه چې د مهترلام ښاروالۍ له حمایوي پروګرام ( کارموندنې) څخه ملاتړ او په سیمه کې د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

ورپسې سکتوري امر د ښاروالۍ د رغنیزو پروژو په روان کاري بهیر رڼا واچوله او د ۱۳۹۹ مالي کال د ټولو پروژو په اړه یې د مجلس ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړه.

وروسته د مهترلام ښاروالۍ د حمایوي پروګرام (کارموندني) ولایتي مسوول د خپلو لاسته روړنو کاري راپور مجلس ته وړاندې او د کاروندني د پروګرام اهداف یې ګډونوالو ته روښانه کړه.

په ورته مهال د مشورتي بورد غړو، ګذر وکیلانو او د ځوانانو بورد غړو د مجلس په اجنډا بحث وکړ، د چارو د لا ښه سنبالښت لپاره یې د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ سره لازم تصامیم ونیول او د ښاروالۍ کړنې یې په خدماتي برخه کې مثبتې یادې کړي، هغوۍ کړه: موږ به ښاریانو ته او د ښار په مساجدو کې ولسونو ته د محصول د صفایي د ورکړې عامه پوهاوی ترسره کړو، ترڅو ښاریانو ته ښه خدمات وړاندي شي.

له بحث او د نظریاتو وروسته غوڼده په دوعايې او تصمیم نیونې پای ته ورسیده.

مهترلام ښاروالۍ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS