د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورد ترمنځ د پینځمې دوری لپاره خپلمنځي ټاکنې ترسره شوې.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۲:۱۶
مهترلام ښاروال

دغه ټاکنې نن سه سنبه د عقرب میاشتی په شپږمه نیټه د مهترلام ښاروالي په ریاست کې ترسره شوی د قران عظیم الشان له تلاوت وروسته مهترلام ښاروال د

مشورتي شوراغړو ته ښه راغلاست وویل او د ټاکنو پر اهمیت یی مفصلی خبرې وکړي

مشورتی بورد

مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله ( الکوزي) د مشورتي بورد ټاکنې د سیمه ایزو اورګانونو د ښاروالیو چارو د معنیت طرزالعمل وباله او ترڅنګ یې د مشورتي بورد لپاره د معاون او منشي د مسولیتونو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې د مشورتي بورد لپاره د معاون او منشي ترڅنګ د نورو کمیټو ټاکنې ضروري وبللي.

ورپسې د مشورتي بورد څو تنو غړو د تیرې دورې د ښو کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او یو ځل بیا د دغه بورد لپاره ټاکنې یو نیک اقدام وباله.

ورپسې د مهترلام ښارورالۍ د ښاري حکومتولۍ له لوری د د مشورتي بورد د ریس ،معاون او منشی دندې د تشریح کړل شو

په پای د نوي مشورتي بورد معاون او منشي لپاره شفافې او رڼې ټاکنې ترسره شوې چې په نتیجه کې، الحاج امان الله سهاک (تورجان) د بیا ځل لپاره د معاون په حیث او مولوي عبدالصبور د منشي په توګه وټاکل شواو د بورد غړو ژمنه وکړه تر څو له مشورتی شورا به خپلی همکاری ته ادامه ورکړې

همدارنګه د مشورتي بورد د غړو ترمنځ د مهترلام ښاروال په شتون کې د ښاري ستونزو د حل او ښاریانو ته د ښه چوپړ په موخه، مختلفي کمیټې جوړې شوې.

په درنښت

مهترلام ښاروالۍ

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

۱۳۹۹/۸/۶

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS