ډیر ژر به د مهترلام ښاروالۍ له لوري په ښار کې نوې کپې کیښودل شي

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۴:۵۵

 


مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د مهترلام ښار د آبادۍ، سمسورتیا او په ښار کې د ازدحام د مخنیوي په موخه ادارې ناسته تر سره کړه.

په پیل کې امرینو او مدیرانو د تیر ادارې مجلس ګزارش له ښاروال سره شریک او یو شمیر نوي موضوعات یې د ښاروالۍ ریاست مقام ته وړاندې کړل تر څو پرې په راتلونکي کې کار وشي.

ښاروال ښاغلي شهامت له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل ادا کوي او خپلې خاوري او ولسونو ته خدمت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی به ډیر ژر د ښار په مختلفو ساحو کې د ګڼې ګونې د مخنیوي په موخه نوې کپې جوړې کړي، چې له یوه اړخه به د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او له بل طرفه به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

همداراز ښاروال درې ګونی هیت وټاکه تر څو په ښار کې د کپو لپاره ځایونه مشخص او د ښاروالۍ مقام سره یې شریک کړي.

بل اړخ ته په یاده ناسته کې ښاروال د ناحیو مدیرانو ته دنده وسپارله تر څو د لوړ پوړیزو ودانیو مالکان د راتلونکي دوشنبې ورځ له اسنادو سره د ښاروالۍ مقام ته راوغواړي.

ښاروال امرینو او مدیرانو ته د یو شمیر نورو کارونو د سپارلو تر څنګ دا هم وویل چې هر امر، مدیر او مامور باید د خپلې لایحې مطابق کړنې تر سره کړي، هیڅ مامور نشي کولای چې د بل مامور په اداري چارو کې مداخله وکړي، که هر چا په کارونو کې مداخله وکړه دی به ورسره قانوني چلند وکړي.

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال په میاشت کې دوه ځلې د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د مهترلام ښار د سمسورتیا او آبادۍ لپاره ناسته کوي. ۱۴۰۲/۱۱/۳ #مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS