د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو، ونو او ګلانو د اوبه خور د جوړولو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو، ونو، زینتي بوټو او ګلانو د اوبه خور د جوړولو چارې پیل شوي، چې ټول پارکونه او د ښار ټول ګلدانونه به په منظم او معیاري شکل جوړ کړل شي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو د نیالګیو د ښکلا او ښه منظم کولو په موخه قینچي کاري هم تر سره شوې ده او همدارنګه د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم نیالګیو ته ورکړل شوې ده