مهترلام ښار کې د بي کیفته او تاریخ تیره توکو د راټولولو کمیسون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولو کمیسون ترسره شو
یاد کمیسون چې وخت پر وخت په مهترلام ښار کې خپل فعالیت کوي او تاریخ تیره توکي او درمل راټولوي، دا ځل یې د ۶ سوه کیلو ګرامه په اندازه تاریخ تیره توکي چې پکې شیدې، کیک، بیسکټ، او یو شمیر مشروبات شامل ؤ له ښار څخه راټول او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ګدام کې مهرلاک کړل،
یاده دې وي چې تیره اوونۍ د یاد کمیسون له لورې د اته میاشتو په موده کې ۱۰ ټنه تاریخ تیره توکي راټول شوي ؤ چې د لغمان مرستیال والي، مهترلام ښاروال او د یو شمیر ادارو مسؤلینو په شتون کې وسوځول شول