د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس لغمان ته په خپل سفر کې د ولایتي ادارې مسؤلینو او رئیسانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۲۹
د ښاروالیو چارو ريس

د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده لغمان ته په یو کاري سفر کې د دغه ولایت له والي شیخ شېر احمد حقاني، مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل،  امنیه قوماندان مولوي نجیب الله بدخشي، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د یاد ولایت له رئیسانو او د ولسوالیو له ښاروالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې مهترلام ښاروال په لومړیو کې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي مننه وکړه چې د ښاروالۍ د کارونو د ښه والي په موخه یې لغمان ته سفر کړی دی
د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده په یاده ناسته کې لغمان ته په خپل راغلي سفر رڼا واچوله او وې ویل چې دوی له مسلکي کسانو سره راغلي او د مهترلام ښاروالۍ ټولې چارې به وڅیړي او اصلاحات به پکې راولي، همداراز یې زیاته کړه چې د ښاروالیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږي ډیرول، د پروژو څارنه او خلکو ته د ښاروالیو حقوقي حیثیت پیژندل یې د سفر هدفونه دي
هغه همداراز د ولایتي ادارې له مسؤلینو او ټولو رئیسانو غوښتنه وکړه چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، په هغه ادارو چې د ښاروالۍ ښاري خدماتو محصول پاتې وي باید ژر تر ژره یې اجرا کړي ترڅو ښاروالۍ خپل کارونه پرې ترسره کړي
اخندزاده زیاته کړه چې د ښاروالیو د عوایدو چارې د افمس له لارې په شفاف ډول جریان لري
لغمان والي د ښاروالیو چارو د نظم، فساد څخه د پاکوالي او د شفافې مالي د راټولو په اړه خبرې وکړې او د چارو ادارې لوی رئیس څخه یې مننه وکړه چې د ښاروالۍ د کارونو د ښه والي او اصلاح په موخه یې لغمان ولایت ته سفر کړی دی
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست د ښاروالیو د قراردادونو د برسۍ امر ولي محمد الهام د ناستي په جریان کې د پرېزېنټشن له لاري ټولو ګډوالو ته د ښاروالۍ حقوقي او اړوند د برنامي حیثیت تشریح کړل.
یاده ناسته د لغمان مرستیال والي په دعاعې سره پایته ورسیده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS