د مهترلام ښاروالۍ د مشرتابه تر قیادت لاندې د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو ترمنځ یوه مهمه اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۴۴
مجلس

 په پیل کې مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت، د تیرې اداري ناستې راپور واورېد او د راپور له ارزونې وروسته یې لاندې مهمې پرېکړې او لارښوونې وکړې
ښاروال ښاغلي شهامت ټولو امرینو او مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې اداري او خدماتي کارونه باید د پلان مطابق پر وخت ترسره کړي، که هرچا په کارونو کې غفلت وکړ قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
هغه وویل" د ښاروالۍ د انجنیرۍ برخې لابراتوار به ژر تر ژره فعال شي ترڅو تخنیکي چارې لا اغېزمنې شي، نوموړي زیاته کړه د ښاروالۍ دواړو ودانیو لپاره به سولري سیستمونه هم برابرکړل شي ترڅو د برېښنايي خدماتو دوام یقیني شي
ښاروال همداراز د ترانسپورټ اړوند ټولو ډریورانو ته سپارښتنه وکړه چې د پارکونو او ګلدانونو خړوبول باید د ټاکلي پلان مطابق ترسره کړي او د محاسبې مدیریت ته یې دنده وسپارله چې پنځه کسان باالمقطه کار لپاره وګماري او تخنیکي او مسلکي امریت ته یې وسپاري، ترڅو د قانوني نمرو د خط اندازۍ چارې پیل شي
نوموړي د کثافاتو د منظم انتقال لپاره لارښونه وکړه، وې ویل هغه موټر چې د ښاروالۍ کثافات انتقالوي باید په کثافاتو باندې د انتفال پر وخت ترپالونه کش کړي، ترڅو کثافات په منظم شکل انتقال او یو پاک او سالم چاپیریال برابر اوسي
همداراز د ناستې په پای کې ښاروال په شنو ساحو کې د کپو او غرفو د جوړولو په اړه وویل، هیڅوک حق نه لري چې په شنه ساحه کې غرفه او کپه نصب کړي، نوموړي، تخنیکي او مسلکي امریت ته دنده وسپارله چې له شنو ساحو څخه ټولې غرفې او کپې لرې کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS