د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو قینچي کاري روانه ده

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۷:۲۵
قينچي کاري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وايي"چې دوی د ګلانو د اصلاح، منظم کولو او د ښار د ښکلا په موخه یاده قینچي کاري پیل کړې، چې د مهترلام ښار پنځه واړه پارکونو تر څنګ به د ښار د ټولو ګلدانونو ګلان او زینتي بوټي به په منظم شکل قینچي کاري شي
نوموړي زیاته کړه چې له یادې قینچي کارۍ سره ګلان او زینتي بوټي ښایسته کیږي چې د مهترلام ښار ښکلا به ورسره زیاته شي
د یادونې وړ ده چې د یاد مدیریت له لوري په منظم شکل د پلان له مخې ټول ګلدانونه او پارکونه هم خړوبېږی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS