د مهترلام ښار یو شمېر ویالې او پلچکونه د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري پاک شول

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۱۱
د ويالو پاکونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري نن د مامور حیات الله تلوار په مشرۍ د لومړۍ ناحيي اړوند د شرقي شهرنو او اتفاق کلي ترڅنګ د ښار د بېلابېلو سیمو د یو شمېر ویالو او پلچکونه پاکونه ترسره شوه
یاده پاکونه کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد راویستل شو، ترڅو د باراني اوبو د بندېدو، د سیلابونو او د روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي،
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS