د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور ریحانالله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې په یادو کارونو کې هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي
