د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۴
کثافات

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د شیخانو کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې په یادو کارونو کې هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS