د محبت مارکیټ د ترمیم پروژې داوطلبي ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د لومړۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ د ترمیم چارې ترسره کېږي چې نن په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د تعین شوې کمیټې په حضور کې د ۷ داوطلبانو ترمنځ وشوه
د یادونې وړ ده چې د داوطلبۍ ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد وشي
