مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵مالي کال د لومړۍ او دوهمې ربعې د ترسره شویو فعالیتونو معلوماتې غونډه ترسره کړه
د ښاري حکومتولۍ له لوري په جوړه شوې غونډه کې مهترلام ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ مالي کال د خپلو کړو فعالیتونو، د لومړۍ او دوهمې ربعې د عوایدو د راټولولو، لګښتونو او د پروژو په تړاو ولسونو ته د حساب ورکونې معلوماتې غونډه ترسره کړه
یاده غونډه کې د مهترلام ښاوال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سربېره د یادې ادارې امرینو، مدیرانو، انجنیرانو، ګذر وکیلانو، هټۍ والو او سلګونه ښاریانو ګډون کړی وو
د غونډې په پیل کې مهترلام ښاروال ټولو راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او وې ویل چې هر وخت دې ته تیار دی ترڅو ولسونو ته د دوی د روپۍ روپۍ حساب ورکړي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمر حاجي احمد زبیر سالار وویل، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د مهترلام ښار له بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه ۴۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د نوموړي په وینا، یاد عواید د مارکېټونو، غرفو، ښاري خدمتونو، جوازونو د وېش او نورو بېلابېلو سرچینو له لارې راټول کړې دي
بل لور ته، تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي وویل، چې ښاروالۍ سږ کال د شاوخوا ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ پراختیايي پروژې پلي کوي
د نوموړي په خبره، په دې پروژو کې د سړکونو، کانالونو، پلچکونو او پلې لارو جوړول، د پارکونو زرغونول او د چاپېریال ساتنې په موخه د کثافتدانیو جوړول شامل دي
د غونډې په پای کې د اصنافو او ګذر وکیلانو له لوري د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وروستیو فعالیتونو او هڅو ستاینه وشوه او د درناوي په موخه یې د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه.
همداراز، یو شمېر ګذر وکیلانو د ښاري حکومتولۍ د آمر الحاج عباس عمري او د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د فعالیتونو ستاینه وکړه او په ویاړ یې ستاینلیکونه ورکړل شول
