مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کاري بهیر د څارنې او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ښاروالۍ له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
د لیدنې پر مهال ښاروال د شعباتو له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره جلا جلا خبرې وکړې او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ورځنۍ چارې د اصولو او لایحو له مخې په منظم، شفاف او مسؤولانه ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول کارکوونکي باید خپل سپارل شوي مسؤولیتونه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي، څو د مراجعینو کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي
