د دویمې ناحيې اړوند پنځم ګذر لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
Tue, Jun 30 2026 10:27 AM
وکیل ګذر

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی حاجي سید رسول رحماني د سید الرحمن زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د پنځم ګذر اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي حاجي سید رسول ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي

په پای کې وکیل حاجي سید رسول د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د پنځم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

Latest news

Thu, Jul 23 2026 7:18 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

Thu, Jul 23 2026 7:11 AM
Background image

مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل


مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب. . .

Thu, Jul 23 2026 7:09 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د. . .

BACK TO NEWS