د علیشنګ مسیر اوسېدونکو ته د سرک د حریم د ساتنې په اړه خبرداری ورکړل شو
د مهترلام ښار د پراختیا، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او په راتلونکي کې د علیشنګ مسیر د عمومي سرک د دوه لینه کولو په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د یاد مسیر له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په ناسته کې ښاروال له ګذر وکیلانو وغوښتل، چې د علیشنګ مسیر ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکړي، څو د عمومي سرک له منځنۍ کرښې (سنټر) څخه دواړو خواوو ته د ۱۵ ـ ۱۵ مترو حریم مراعات کړي او په دې محدوده کې له هر ډول نوې آبادۍ څخه ډډه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د سرک د پراختیا پر مهال له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي
ښاروال همداراز ټینګار وکړ، چې هېڅوک حق نه لري د سرک په ټاکلي حریم کې ځمکه وپلوري یا ودانیز فعالیت ترسره کړي، ځکه دا ساحه د راتلونکو پراختیایي پلانونو برخه ده
ګذر وکیلانو په نوبت سره خبرې وکړې د سرک د دوه لینه کولو په موخه یې خوښې څرګنده کړه او وې ویل چې د ښاروالۍ یاد پیغام به ټولو د علیشنګ په مسیر اوسیدونکو ته ورسوي
