د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه ناسته وشوه

web_admin
Wed, Sep 10 2025 8:54 AM
د فرمان په اړه مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسکلي امر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ د ښاروالۍ د نواحیو له مدیرانو سره د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه او ځانګړې ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې امر مجددي لومړی ټولو مدیرانو ته د لغمان ولایت د فرمانونو او حکمومونو د تعقیب او نظارت ریاست څخه د راغلي قرار په اړه وینا وکړه او وې ویل چې د مشرتابه د ۱۴ ګڼه فرمان په عملي کولو کې دې هلې ځلې وکړي
نوموړي وویل، یاد فرمان  چې د مشرتابه له لوري راغلی پکې ذکر شوي چې د ودانیو کړکۍ د همسایه طرف ته داسې پرېښودل شي چې د کور انګړ، پخلنځای، کوهي، او داسې نور ځایونه چې ښځې پکې ناسته او ولاړه کوي ترې ښکاره نه شي
امر زاهد الله مجددي، ټولو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې په یاده برخه کې خپل جدي ګامونه واخلي که هر چا له فرمان څخه سرغړونه کړې وي پرې دې عملي شي او کړکۍ دې پرې بندې یا پنا ووهل شي
د ښاروالۍ د پنځه واړه نواحیو مدیرانو له مجددي څخه د منننې ترڅنګ وویل چې دوی په یاده برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کړې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له فرمان څخه خلاف پرزي ورکړي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق په موخه له اصنافو، د جوماتونو له امامانو او ګذر وکیلانو سره هم غونډې ترسره شوي دي، چې لا هم د تعقیب په حال کې دي

Latest news

Thu, Jul 23 2026 7:18 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

Thu, Jul 23 2026 7:11 AM
Background image

مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل


مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب. . .

Thu, Jul 23 2026 7:09 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د. . .

BACK TO NEWS