د مهترلام ښاروالۍ د درېیو ثبت املاک بستونو نتایج په ډاګه شول

web_admin
Thu, Feb 06 2025 8:02 AM
د ازموينې نتايج

د مهترلام ښاروالۍ له لوري چې تیره ورځ د درېیو ثبت املاک بستونو لپاره ازموینه اخیستل شوې وه نتایج یې معلوم شول
احمد پرویز ولد ګل محمد د ۸۴ نمرو په اخیستلو سره، برهان الله ولد شاولي ۸۱ نمرو سره او وایګل ولد سیدجان په ۷۷ نمرو سره یادو بستونو ته کامیاب شوي دي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي، د یادو بستونو د ازموینې پرچې د ولایت مقام له لورې د تعین شوي کمیټې په حضور کې لیدل شوي او حق حقدار ته ورکړ شوی
هغه کسان چې له خپلو نمرو څخه راځي نه دي د اعلان له نشر څخه تر درېیو ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ د کارکونکو چارو مدیریت ته دې مراجعه وکړي

Latest news

Sun, Mar 01 2026 6:44 AM
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS