د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو ناسته او له اختر وروسته د ښار نظم ته پاملرنه

web_admin
Thu, Jun 12 2025 8:13 AM
مجلس

د لوی اختر له څلور ورځني رخصتۍ وروسته، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له کارکوونکو سره ناسته وکړه، په دې ناسته کې ښاغلي شهامت ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې خپلو دندو ته پر وخت حاضر شي، خپلې چارې د پخوا په څېر پرمخ یوسي او د مراجعینو ستونزو ته ژر او مسؤلانه رسېدنه وکړي
ښاروال کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د طرزالعمل مطابق خپل کاري نظم ته دوام ورکړي او د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې لا زیات جدیت وښيي، نوموړي په ځانګړې توګه د لومړۍ ناحیې له مدیریت څخه غوښتنه وکړه چې ښاري نظم ته جدي پاملرنه وکړي او هغه لارې چې د اختر په شپو او ورځو کې د هټیوالو له خوا بندې شوې وې، د ښاریانو پرمخ بېرته پرانیزي
ښاروال همداراز د ښاروالۍ د تنظیف څانګې له کارکوونکو څخه مننه وکړه او د هغوئ هغه هڅې یې وستایلې چې د اختر په شپو او ورځو کې یې د ښار د پاکوالي او منظم چاپېریال د ساتلو لپاره ترسره کړې وې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو د اختر په شپو او ورځو کې هم خپل فعالیتونه نه دي درولي او د ښار د پاکوالي په برخه کې یې پرلپسې هڅې کړي، تر څو ښاریانو ته یو پاک، منظم او ارام چاپېریال برابر کړي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS