د مهترلام ښاروالۍ له لوري د برېښنايي تنویري پایو د رنګ کولو چارې روانې دي

web_admin
Tue, Feb 11 2025 8:06 AM
د رنګ برنامه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون چوک پورې د څه کم ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۸ برېښنايي تنویري پايي لګول شوي، چې اوس مهال یې د رنګ کولو چارې روانې دي
د یادو تنویري پایو د رنګ مالۍ چارې تیره اوونۍ پیل شوي چې ټولې پايي به په منظم او معیاري شکل رنګ کړل شي
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ده مَلخ پله څخه تر قرارګاه پورې د تنویري پایو د ترمیم چارې هم پیل شوي چې په بشپړیدو سره به یې یاده ساحه په مکمل ډول روښانه شي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS