د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د ګلدانونو د ترمیم او جدولونو د رنګمالۍ چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ښار د ګلدانونو د ترمیم او د جدولونو د رنګمالۍ چارې پیل شوې، چې له مخې به یې د ښار ټول ګلدانونه او جدولونه په منظم او معیاري ډول ترمیم او رنګ شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، چې یاده چاره د ښار د ښکلا، ښاري نظم او د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه پیل شوی، ترڅو د ښار چاپېریال لا منظم، ښکلی او زړه راښکونکی شي
نوموړي زیاته کړه، چې مهترلام ښاروالۍ د خپلو عامه تاسیساتو او ملکیتونو د ساتنې او دوامدارې ښکلا لپاره وخت پر وخت د ترمیم او رنګمالۍ چارې ترسره کوي
