د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو نيم میلیون افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
Wed, Nov 05 2025 6:40 AM
افتتاح

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یو نيم میلیون افغانیو په ارزښت د لغمان د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د سرک دواړو خواوو د پلو لارو د جوړولو، د کټارو نصبولو او د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې پیل شوې

د پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د لغمان والي قاري بختیار معاذ، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د ښاروالۍ امرینو، انجنیرانو او یو شمېر مدیرانو ګډون درلود

لغمان والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې چارې په منظم ډول روانې دي، چې پکې د سرکونو، استنادي دیوالونو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړیدل شامل دي

 نوموړي زیاته کړه چې  مهترلام ښاروال یو ویښ، متعهد او کارکونکی شخصیت دی، او د هغه په شتون کې به د ښار د پرمختګ لپاره لا ډېرې پروژې پلې شي

مهترلام ښاروال ښاغلي شهامت وویل، چې د یادې پروژې له مخې به د سرک دواړو خواوو ته پلې لارې جوړې، د ۲۲۰ مترو په اوږدوالي کټارې نصب او ۸ برېښنايي تنویري پایې ولګول شي

 د نوموړي په وینا، دغه پروژه به په څلورو میاشتو کې بشپړه شي او په ورځني ډول به پکې شاوخوا ۱۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

د نصرت محمدي شرکت مسؤل ډاډ ورکړ، چې د کار چارې به د ښاروالۍ د لارښوونې سره سم، په اساسي او معیاري بڼه او په ټاکلي وخت بشپړې کړي

د مهترلام ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له هڅو خوښ دي او وایي، چې د پلو لارو جوړیدل، د کټارو نصبول او د تنویري پایو لګول به د یادې سیمې ښکلا لا زیاته او د تګ راتګ اسانتیاوې به رامنځته کړي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ سږکال د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې د بیارغونې پروژې پلي کوي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS