د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
Wed, Nov 25 2026 6:29 AM
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اجرأیه مدیر حاجي عابد روښان له لوري وړاندې شو

 ورپسې یو شمېر مهم اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعات د بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې

ښاروال ښاغلي عتیق د تنظیف او زرغونتیا مدیریت مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي

په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي

Latest news

Wed, Nov 25 2026 6:34 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ واحد سیستم ( آفمس) مدیریت ته نوی مدیر معرفي شو

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د ۸۶۰ شمېرې حکم پر بنسټ، ښاغلی فرمان الله د امان الله زوی د آزاد رقابت له لارې د مهترلام ښاروالۍ اړوند د واحد سیستم ( آفمس) مدیریت ته د مدیر په توګه. . .

Wed, Nov 25 2026 6:31 AM
Background image

د ارچهار او ډاکټر محمد ظاهر پارکونو د تشنابونو د ترمیم پروژې داوطلبي وشوه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند د ارچهار او ډاکټر محمد ظاهر پارکونو د تشنابونو د ترمیم چارې ترسره کېږي، چې نن په همدې موخه د یادې پروژې داوطلبي ترسره. . .

Wed, Nov 25 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو. . .

BACK TO NEWS