د مهترلام ښار د بلندمنزلو له مالکینو سره د ودانیزو چارو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه

web_admin
Mon, Jul 20 2026 10:36 AM
ناسته

د لغمان ولایت د مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په حضور، د ښار او کور جوړونې ریاست د استازي، د ښاروالۍ آمرینو او یو شمېر مدیرانو په ګډون د مهترلام ښار د بلندمنزلو له مالکینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په ناسته کې مرستیال والي د بلندمنزلو له مالکینو وغوښتل، چې د خپلو ودانیو د جوړولو چارې ژر تر ژره پیل کړي، ترڅو له یوه اړه ښار پراختیا ومومي او له بله پلوه ډیری بې روزګاره خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي. نوموړي همداراز د اړینو اسانتیاوو او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق هم د همکاریو ډاډ څرګند کړ او له مالکینو یې وغوښتل، چې د ودانیزو چارو له پیل مخکې د ودانۍ نقشه، سکیچ او د خاورې د ټېسټ اسناد له ځان سره ولري، ترڅو چارې د منظور شوو اصولو او په منظم ډول پر مخ ولاړې شي

د ناستې په پای کې د بلندمنزلو مالکینو خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د کارونو د پیل ډاډ یې ورکړ

Latest news

Thu, Jul 23 2026 7:18 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

Thu, Jul 23 2026 7:11 AM
Background image

مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل


مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب. . .

Thu, Jul 23 2026 7:09 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د. . .

BACK TO NEWS