د مهترلام ښار د ښه نظم په موخه ښاري انظباطان خپلو دندو ته وهڅول شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښار د نظم او تنظیم په موخه د ښاروالۍ ښاري انظباطانو سره ناسته ترسره کړه او یاد انظباطان یې خپلو دندو ته متوجه کړل او همداراز ټینګار یې وکړ، چې د ښار نظم او ښاري اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي
ښاروال وویل، چې ښاري انظباطان باید خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د نظم د ټینګښت لپاره هڅې زیاتې کړي
نوموړي همداراز د ښاري انظباتانو مدیر قاري انتظار معاذ ته سپارښتنه وکړه، چې ټول انظباطان دې د ښاروالۍ په ټاکل شوي یونیفورم کې خپل فعالیتونه ترسره کړي، څو هم د نظم ښکارندويي وشي او هم د خلکو لپاره انظباطان معلوم اوسي
