د مهترلام ښار د ګذرونو له وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

web_admin
Mon, Feb 23 2026 8:16 AM
ناسته له ګذر وکيلانو سره

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د ګذرونو له وکیلانو سره د همغږۍ او ستونزو د اورېدو په موخه ځانګړې ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د ناحیو مدیرانو او د بېلابېلو ګذرونو وکیلانو ګډون کړی و

د ناستې په پیل کې د ښاري حکومتولۍ آمر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، او څرګنده یې کړه، چې د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې به ټول ګذرونه په اساسي او معیاري ډول جوړ او تنظیم شي، ترڅو ښاریانو ته غوره خدمات وړاندې شي

ورپسې د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي وویل، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې به د یو شمېر مؤسسو په مالي همکارۍ د ښار په ټولو ګذرونو کې د بیارغونې او پراختیا چارې پلي شي
 نوموړي له ګذر وکیلانو وغوښتل، چې د خپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې په لیکلي ډول له ښاروالۍ سره شریکې کړي، ترڅو ورته په منظم او اصولي ډول رسیدنه وشي

په پای کې ګذر وکیلانو په نوبت سره خبرې وکړې او د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې د دوی ستونزې مخامخ اوري او د حل په موخه عملي ګامونه اخلي

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال په اوږدو کې به مهترلام ښاروالۍ د نورو پراختیايي چارو ترڅنګ د مهترلام ښار د پنځو واړو ناحیو ګذرونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د سړکونو او لښتیو د جوړولو چارې به یې په منظم شکل ترسره کړي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS