د پشه یو په مسیر د سرک دوه لینه کولو په موخه د استملاک کمیټې خپلې لومړۍ ناسته ترسره کړه

web_admin
Tue, Dec 16 2025 7:18 AM
مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري پراختیايي پلان له مخې، د کابل ـ جلال‌آباد له زړې هډې څخه تر تیرکړیو پله پورې د سرک دوه‌لینه کېدو په موخه د استملاک کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د مهترلام ښاروالۍ په مقام کې د اړوندو ادارو د یو شمېر رئیسانو او استازو په حضور کې جوړه شوې وه

په دې ناسته کې د استملاک کمېټې غړو د یاد مسیر پر سر واقع شویو ځمکو د قیمت‌ګزارۍ په اړه خپل نظریات شریک کړل او د استملاک بهیر د قانوني او اصولي چوکاټ پر بنسټ پیل شو

 د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا بهیر به د خلکو له حقونو سره د بشپړ درناوي، شفافیت او عادلانه قیمت‌ګزارۍ په اساس پر مخ وړل کېږي

د یادونې وړ ده چې د سرک دوه‌لینه کېدل به د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمښت او د پېښو مخنیوي کې مهم رول ولوبوي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS