د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د پنځمې ناحیې په لومړي ګذر کې د عامه پوهاوي شورا جوړه شوه

web_admin
Wed, Jun 18 2025 11:04 AM
شورا

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د پنځمې ناحیې اړوند په لومړۍ ګذر کې د پاک چاپېریال د ساتنې او د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د عامه پوهاوي یوه فعاله شورا جوړه شوه
یاده شورا د ښاري حکومتولۍ د امر الحاج عباس عمري په مشرۍ، او د همدې ګذر د وکیل ښاغلي شاهد الله فیضي په همکارۍ د سیمې د استازو او مخورو له لوري جوړه شوه، چې دا شورا به د ګذر په کچه د چاپېریال ساتنې او ښاري نظم د ټینګښت لپاره کار کوي
د شورا د جوړېدو په غونډه کې د ښاري حکومتولۍ امر له لوري هر نماینده لپاره مشخص مسؤلیتونه وټاکل شول، څو دوی وکولای شي په خپلو سیمو، کوڅو او کورنو کې د نظافت ارزښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، همداراز پرېکړه وشوه چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي، د کثافاتو د منظم راټولونې، او د ښاري اصولو د رعایت په برخه کې به دا شورا دوامداره فعالیتونه ترسره کوي
د مهترلام ښاروالۍ رهبري د یاد ګذر له ټولو اوسیدونکو څخه غواړي چې له یادی شورا سره همکاري وکړي او د یو پاک، منظم او ښاري ژوند د تضمین په برخه کې خپله مدني ونډه ترسره کړي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS