د ګلدانونو منظمول او د زینتي بوټو قینچي کاري ترسره شوه

web_admin
Sat, May 03 2025 11:15 AM
قينجي کاري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري، د ښار ښکلا، پاکوالي او ښاري نظم ته د پاملرنې په موخه، د لومړۍ ناحيي اړوند د ده ملخ پله په مسیر د سرک غاړې د ګلدانونو منظم کول او قینچي کاري ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازی وايي" چې یاده قینچي کاري یې د زینتي بوټو د ښکلا، زرغونتیا او د بوټو د اصلاح په موخه ترسره کړه چې ګلدانونه هم ورسره منظم کړل شول
هغه وايي، دا هڅې به دوام لري د ښار ښکلا ته به ځانګړې پاملرنه کیږي او د ټولو ګلدانونو منظمول او د زینتي بوټو اصلاح به کېږي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS