له مهترلام ښار څخه تر پهلوان بابا سیمې پورې دواړو غاړو ته ۱۵ ـ ۱۵ متره سړک ته نږدې باید ودانۍ جوړې نشي
د مهترلام ښار د پراختیا او د الینګار عمومي سرک د دوه لینه کولو په موخه د یاد مسیر له مشرانو سره پدې اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده
پدې ناسته کې مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د ولسوالیو چارو کار پوه شفیق الله شاهین، د ښاروالۍ آمرینو او د یادې سیمې مشرانو ګډون کړی وو
ښاروال زیاته کړه، چې د ښار د سړکونو د پراختیا چارې په تدریجي ډول پيل شوې دي او په همدې لړ کې به د الینګار عمومي سرک له الینګار هډې څخه تر پهلوان بابا پورې دوه لینه شي، چې د تګ راتګ ستونزې به ورسره تر ډېره حل شي
نوموړي د الینګار په مسیر له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول نوې آبادۍ پر مهال دې د سرک له منځنۍ کرښې (سنټر) څخه دواړو خواوو ته ۱۵ ـ ۱۵ متره فاصله په پام کې ونیسي، ترڅو په راتلونکي کې له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي
د سیمې مشرانو په نوبت سره خبرې وکړې، د سرک د پراختیا او جوړېدو هرکلی یې وکړ او وې ویل چې د سرک په دوه لېنه کولو سره د ترافیکي پېښو مخنیوی کېږي او د تګ راتګ لا ډیر سهولتونه ورته برابریږي
