مهترلام ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت یادې پروژې ترسره کړې دي، چې په شماره وار ډول یې تاسو سره شریکوو

web_admin
Tue, Apr 07 2026 6:21 AM
پروژې

۱ - مهترلام ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د تیلو پمپ، موټر شويي، یوه د اوبو څاه او یو د بدرفت څاه جوړول پیل کړې چې اوس مهال یې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي، او پاتې کارونه یې په چټکۍ روان دي

۲ - د درېمې ناحيي اړوند د قبایلو ریاست مخې ته د تنویري پایلو لګول، د پلو لارو جوړول او د کټارو لګولو پروژه ترسره شوې ده

۳ - له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پوري، د کانال او پلچکونو د پروژې چارې پیل شوي چې اوس مهال یې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه په منظم شکل جریان لري

۴ - د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د چړايي د جوړیدو چارې هم ترسره شوي دي

۵ - په مهترلام ښاروالۍ انګړ کې د ښاروالۍ د ماشینرۍ د ښې ساتنې په موخه د سایه بانونو جوړولو پروژه بشپړه شوې ده
۶ - په دویمه ناحیه کې د مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې ترسره شوي دي

۷ - د مهترلام ښار پارکونو لپاره د اوبو حوزونه او د خړوبولو منظم سیستم جوړ شوی دی

۸ - په ټولو نواحیو کې د برېښنايي تنویري پایو ترمیم کولو چارې ترسره شوي دي

۹ - په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او بوټو د ښې ساتنې لپاره د کټارو د لګولو چارې ترسره شوي دي

۱۰ -  د ۸ زره په شاوخوا کې په مهترلام ښار کې میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کینول شوي دي

۱۱ - د پارکونو د کټارو رنګول او ترمیم چارې هم ترسره شوي
۱۲ - دویمه ناحیه کې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي د ویالو جوړولو چارې هم ترسره شوي دي

۱۳ - په دویمه ناحیه کې د حاجیانو د کلي د سرک د لومړۍ فاز چارې ترسره شوي د دویم فاز چارې یې روانې دي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS