مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

web_admin
Sat, Sep 06 2025 10:15 AM
لوبه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه. 

 په یاده سیالۍ کې ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ټاکلی وو چې په ځواب کې د روښان لغماني لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کیدو سره یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې او د ۱۳۵ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه. 

 د مهترلام ښاروالۍ په ګټه مجبور خروتي خطرناکه توپ اچونه وکړه د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي اوټ کړل او د یادې لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ لوبډله به خپله راتلونکي سیالۍ د سه شنبې ورځ ترسره کړي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS