مهترلام ښار کې د بي کیفته او تاریخ تیره توکو د راټولولو او د نرخونو کنټرول کمیسون ترسره شو

web_admin
Sun, Mar 02 2025 7:13 AM
د نرخونو کنټرول

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولولو، د نرخونو د کنټرول او جنسونو د پایمانې کولو کمیسون ترسره شو
د یاد کمېسون غړو د مهترلام ښار له خوراکي توکو، نانوايانو، وچې او تازه ميوي، سبزي، غيرې الکولي دوکانونو او مارکيټونو څخه لیدنه وکړه، او هټيوالو  ته يې سپارښتنې وکړې چې د جنسونو په پلورلو کې له انصاف څخه کار واخلي او د لوړو نرخونو او لږ  وزنونو څخه په جدي توګه ډاډه وکړي، که هر چا بې انصافي وکړه او له نرخنامې څخه یې سرغړونه وکړه ورسره قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې د یاد کمېسون له لوري یو شمیر تاریخ تیره خوارکي او غیرې خوراکي توکي هم راټول کړل شول او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ګدام کې مهرلاک شو

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS