په دویمه ناحیه کې د پلو لارو، کټارو او برېښنايي تنویري پایو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

web_admin
Sat, Feb 21 2026 7:34 AM
پروژه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان ولایت د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یاده پروژه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت، د چاپېریال ساتنې رئیس حاجي احمد شاه ابراهیم، د ښاروالۍ آمرینو او د یو شمېر ادارو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه

مهترلام ښاروال وویل، دغه پروژه د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په لګښت په دوو میاشتو کې بشپړه شوه، چې د تطبیق پر مهال یې هره ورځ نږدې ۱۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره نه یوازې د سیمې ښکلا زیاته شوې، بلکې د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابرې شوې او ښاریانو ته منظم او خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی

د سیمې اوسېدونکو هم د یادې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې له یوه اړخه د سیمې بڼه بدله شوې او له بلې خوا یې ورځنی تګ راتګ اسانه شوی دی

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري دا مهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څلورو نورو پراختیايي پروژو چارې هم روانې دي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS