په پنځمه ناحیه کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې مهمې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
Tue, Dec 30 2025 10:14 AM
افتتاح

د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند اووم ګذر باباصاحب کمپ کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو مؤسسې (UN-Habitat) په مالي ملاتړ او د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د اوبو رسولو د یوې مهمې پروژې چارې پیل شوې

د یادې پروژې د بنسټ ډبره د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق او د UN-Habitat مؤسسې مسؤل انجنیر عبدالحق تحریک له لوري کېښودل شوه

د مؤسسې مسؤل انجنیر عبدالحق تحریک وویل، چې یاده پروژه د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پلې کېږي، چې پکې د اوبو ذخیره، د اوبو رسولو شبکه او لمریزې برېښنا سیستم شامل دي  چې په بشپړیدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي

په همدې حال کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د UN-Habitat مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه او پر نورو ملي او نړیوالو مؤسسو یې غږ وکړ، چې د مهترلام ښار د بیارغونې او پراختیا په برخه کې همکاري وکړي

د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې له کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له جدي ستونزو سره مخ وو، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې ستونزې تر ډېره حل شي

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS