د مهترلام ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال معرفي شو

web_admin
Wed, Mar 11 2026 11:54 AM
نوی ښاروال

د ریاست الوزراء د (۶۴۴۰) شمېرې حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه وټاکل شو او د اسعداباد ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ د نوي ښاروال په توګه مقرر شو

د نوي ښاروال د معرفي کولو مراسم د لغمان ولایت مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د ولایت د دفتر رئیس شکرالله کاوون، د امر بالمعروف رئیس مولوي پاچاه ګل احمدي، د مهترلام ښاروالۍ پخوانی ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي قیس جنید، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، آمرینو او له کنړ ولایت څخه راغلو مشرانو ګډون کړی و

په مراسمو کې د امر بالمعروف رئیس مولوي پاچاه ګل احمدي نوي ښاروال ته ښه راغلاست وویل او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه

د لغمان ولایت د دفتر رئیس شکرالله کاوون د مهترلام ښاروالۍ د پخواني ښاروال خدمتونه وستایل او وې ویل چې په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو اصل دی

 نوموړي همداراز نوي ښاروال ته مبارکي ورکړه او د ولایت مقام په استازیتوب یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت هم نوي ښاروال ته ښه راغلاست وویل، په چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه او د ښاروالۍ له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې په اخلاص او ایماندارۍ سره د نوي ښاروال ملاتړ وکړي او خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي

په همدې حال کې د مهترلام ښاروالۍ نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، چې په پوره اخلاص او صداقت به د مهترلام ښار اوسېدونکو ته خدمت کوي او د ښار د پراختیا او پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي

د پروګرام په پای کې د مهترلام ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکو نوي ښاروال ته د مبارکۍ مراتب هم وړاندې کړل

Latest news

Tue, Mar 24 2026 8:37 AM
Background image

د مهترلام ښاروال له لوري د کارونو په ښه کیفیت ټینګار وشو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې نن یې د. . .

Tue, Mar 24 2026 6:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د. . .

Tue, Mar 24 2026 6:45 AM
Background image

د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ټینګار وشو

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د ښاروالۍ له امرینو، مدیرانو، مامورینو او د تنظیف له کارکوونکو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه

په ناسته کې ښاروال د. . .

BACK TO NEWS