مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه
د لغمان ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په لارښونه او د والیبال فدراسیون په همغږۍ، د سراج بڼ په ورزشي میدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې په پایلوبه کې د مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې د حاجي پردیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ
په پایلوبه کې مهترلام ښاروالۍ لوبډلې غوره لوبه وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته یې درې د یو په مقابل کې ماتې ورکړه
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري دغه بریا د خوښۍ وړ وبلله او وې ویل، چې دا لاسته راوړنه د لوبغاړو د هڅو او یووالي ښکاره بېلګه ده
نوموړي همداراز په راتلونکي کې د لوبډلې د ملاتړ ډاډ ورکړ او د نورو بریاوو هیله یې څرګنده کړه
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون استازو له لوري د مهترلام ښاروالۍ لوبډلې ته د اتلولۍ کپ، مډالونه او یو شمېر نورې جایزې هم ورکړل شوې
