مستحقو کورنیو ته د ډوډی ویش رسما پیل شو

Anonymous (not verified)
Mon, May 11 2020 4:44 AM
افتتاح

د لغمان مرکز مهترلام ښار کې ۷۲۹۷ اړمنو کورنیو باندې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

دلغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د یکشنبې په ورځ د غویي په ۲۱ نېټه د دې ولایت والي محمد اصف ننګ، مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي, د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي او یو شمېر نورو په شتون کې له اړمنو سره د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې دوی د ګذر وکیلانو له لارې د ښار په ناحیو کې د ۷۲۹۷ اړمنو لیستونه برابر کړي او نن پرې عملاً د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

نوموړی وایي، په دغه پروسه کې به تر یوې میاشتې پورې هرې کورنۍ ته د ورځې ۱۰ ډوډۍ ورکول کیږي.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې په هېواد کې د اړمنو شمېر ته په کتو یې د وچې ډوډۍ د وېش پروسې د پیل امر وکړ.

هغه وویل، هره ورځ به د مهترلام ښاروالۍ له لوري ټاکل شویو اړمنو ته په وخت وچه ډوډۍ ویشل کېږي او تمه ده چې د ولایتي شورا غړي، مدني ټولنې او د رسنیو استازي ددغې پروسې د نظارت په برخه کې همکار پاتې شي.

دلغمان والي دغه راز زیاتوي چې د اړمنو وګړو شمېر ډیرښت ته په کتو یې له مرکز څخه د ۳۰۰۰ نورو سهمونو د ورکړې غوښتنه کړې،چې ډیر ژر به یې منظوري راشي.

 

مهترلام ښاروالی

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS