د مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي په مشری اداري ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 20 2020 10:00 AM
مهترلام ښاروال

یاده ناسته نن سه شنبه د میزان میاشتی په نهه ویشتمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ په مقر کې وشوه ناسته د عظیم الشان قران د مبارکو ایاتوپه تلاوت سره شروع شوه

د پیل وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي وکړه لومړی یی د مجلس غړو ته ښه راغلاست وویل د اجندا مطابق یې د مجلس د دایریدو پر محتوا خبرې وکړې وروسته د تیرو وظایفو او فعالیتونو په اړه مربوطه مدیریتونو خپل کاري ګزارش مهترلام ښاروال اود مجلس غړو ته وړاندې کړ او دکاري پرمختګ په اړه یی معلومات ورکړ چی د مجلس غړو له لوري مثبت وه ارزول شول

اداری ناسته

همدارنګه د غصب پر وړاندې د مبارزې کمیسیون پر فعالیتونو د نواحیو مدیرانو رڼا واچوه او هغه سیمې چی په دوهمه او دریمه ناحیه کې د غاصبینو له منګولو خلاص شوي مجلس ته معلومات وړاندې او د مهترلام ښاروال له لوري ورته هدایت ورکړشو ترڅو کمیسیون خپل کارونه تر هغې پرمخ یوسي تر څو سیمې په کامل شکل تصفیه او دولتي املاک د هغوۍ له منګولو خلاص شي

مهترلام ښاروال په ښار کي د ښه نظم او دسپلین د راوستلو په موخه د لومړي ناحې مدیریت ته جدي هدایت ورکړ تر څو پلې لارې د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاص کړای شي او هغه دکانداران چې پیاده رونه یې بند کړي مالونه یی له لارې لرې او د تکرار په صورت کې قانوني برخورد ورسره وشي هغه کټارې چې د دکاندارانو له لوري ورته زیان رسیدلی بررسي او په اړه یی راتلونکي مجلس ته ګزارش ورکړ شي

د سکتوري او تخنیکي امریت له لوري د روانو انکشافي پروژو د کاري جریان او پرمختګ اړوند معلومات وړاندې شو تر څو امورات یې د قرارداد مطابق په معیاري ډول په خپل وخت ترسره شي

ورپسې مالې او ادارې امریت ته هدایت ورکړ شو ټول پرسونل پخپل وخت وظیفی ته حاضر او حاضري د په دقیق شکل تعقیب شي تر څو امورات له تاخیر سره مخامخ نشي

همدارنګه د تنظیف او سرسبزي مدیریت د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کی د (۷۵) جریبه تفریي پارک د زرغونتیا او سمسورتیا اړوند د خپل کار ګزارش مجلس ته وړاندې کړ او اطمینان یی ورکړ تر څو په نږدې وخت کی دغه پارک په مهترلام ښار کې د خلکو تفریح په موخه کاملاً اماده شي او ښاریان وکولای شي ترې استفاده وکړي

وروسته د ایزي کار برنامې ولایتې مسوول ښاغلي مشعل قیومي له لوري د یادې برنامې د ترسره شوو فعالیتونو په تړاو مهترلام ښاروال او پرسونل ته پوره معلومات ورکړ شو او وی ویل:

دا چې د ایزي کار برنامه د نړیوال بانک په مالي مرسته د ښاروالیو معینیت له لوري په ولایتونو کی د ښاروالیو په همکاري خپل فعالیتونه پرمخ وړي تر څو عام المنفعه کارونه ترسره او دخلکو په ژوندکې مثبت بدلون رامنځ ته شي

ښاغلي قیومی په خپلو خبرو کی وویل : د یادې برنامی د فرعی اجراکوونکو اداراتو کارونه د تدارکاتو له ملي ادارې څخه را خلاص شوی او په نژدې وخت کې به خپل کار شروع کړي دا چې زموږ د تیرو فعالیتونو په جریان کی د ګذر او سیمو حدود اوهمدارنګه یې نقشې ترتیب شوي تر څو د عملي کار په جریان کې ترې ګټه پورته شي

ورپسی یې وویل د مهترلام ښاروالۍ د پرسونل له همکاري مننه کوو او په راتلوونکي کی تری غواړو تر څو هغه سیمې مونږ ته مشخصی کړي چی لږ کار پکې شوی تر څو د برنامی له مزایاوو برخمنې شی

ښاغلی قیومی زیاته کړه د ښاروالۍ پرسونل کولای شي د ایزی کار برنامې له کارکوونکو څخه په تخنیکي او مسلکي برخه کی مرسته وغواړي او دوۍ همکاري ته چمتو دي

مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي وویل یاده برنامه د پراخې بودیجې په لرلو سره کولاې شی ډیر مهم او اساسي کارونه ترسره کړي او مونږ تری منندوۍ یو د ښاروالۍ پرسونل ته یی سپارښتنه وکړه چې د برنامی له مسوولینو او کارکوونکو سره په پوره همکارۍ او هماهنګۍ کار وکړې او خپلی تجربی د لا ښه چوپړ د وړاندې کولو په منظور شره شریکې کړي

د غونډې په پای کی ازاد بحث ترسره شو او مدیرانو خپل ستونزې او اړوند نور اداري مسایل د ښاروالۍ له مقام سره شریک کړل او دحل په برخه په ګډه تصمیم ونیول شو او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده  

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS