د مهترلام ښاروالۍ له لورې د (۱۴۰۰) مالي کال د بودیجې او پروژو په اړه د مشورتي بورد غړو ته معلومات ورکړ او د هغوی وړاندیزونه یی واوریدل

Anonymous (not verified)
Thu, Oct 22 2020 6:49 AM
مالی ومحاسبه

مهترلام ښاروالۍ د یوې ناستی په جریان کی چی د میزان میاشتی په دیرشمه نیټه یی د مشورتي بورد سره د مهترلام ښاروالۍ په ریاست کی درولوده په پيل کی مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی وویل شاروالی یو خدماتی اداره ده اود خپلو خلکو د غوښتنو له مخی فعالیت ترسره کوی خدمات وړاندی کوی او موږ تاسې نن ددې لپاره غوښتی یاست تر سو د خلکو غوښتنې له موږ سره شریکی کړی

د ښاروالیو معینیت د هدایت له مخی چی باید ټولی هغه پروژې او پرمختیایی کارونه چی د ښاروالۍ له لوری ترسره کیږی د ښاروالیو له مشورتی بورد سره شریک کړل شی او د هغوی د وړاندیزنو په نظر کی نیولو سره خپل کارونه پر مخ یوسی

وروسته د مهترلام ښاروالۍ د مالی او محاسبی مدیر ښاغلی عبدالولی الکوزی له لوری د (۱۴۰۰) مالی کال د وړاندیز شوو پروژو اړوند مشورتی بورد پوره معلومات ورکړ شو چی په ترڅ کی د ځینو پروژو د تعدیل اړوند چی په اولویت کی قرارلری د مشورتی بورد د غړو له لوری نظریات تبادله شو او هغه یی د راتلونکی کال په کاری پلان کی شامل کړل

ناسته

د مشورتې بورد معاون حاجی امان الله سهاک وویل : مهترلام شاروالی تل د خپلو ښاریانو په څنګ کی ولاړ دی او د هغوی د غوښتنو پر اساس کار کوی او موږ ورسره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو یو

د غونډی په پای کی د ګډونوالو تر منځ د نظر تبادله وشوه او وی ویل  هغه ستونزې چی د کارونو د پرمختګ مخه نیسی موږ د هغه په لمنځه وړولو کی د ښاروالی ریاست سره ولاړ یو او غونډه په دعایی سره پای ته ورسیده 

په درنښت

مهترلام ښاروالی

د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت

۳۰/۷/۱۳۹۹

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS