د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت پیغام!

Anonymous (not verified)
شاروالی مهترلام

د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د لغمان ولایت د مهترلام ښار درنو اوسیدونکو، تاسو ټولو ته د روژې مبارکي میاشتې د رارسېدو په مناسبت مبارکي یم، څښن تعالی دې راروانه روژه په ټول افغانستان کې د سرتاسري سولې، پرمختګ او یووالي سبب وګرځوي.

درنو سوداګرو، هټیوالو او ښاریانو!

موږ په دې راروانه میاشت کې د نرخونو کنټرول لپاره ځانګړي تدابیر لرو، دغه راز مو ددې برخې لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم ټاکلې ده، چې دا کمېټه به د نرخو کنټرول لپاره منظم کار کوي.

له تاسو سوداګرو، هټیوالو او ښاریانو څخه مې هم غوښتنه ده، چې د پاک رب د رضا لپاره په دې برخه کې په خپلو ولسونو شفقت وکړئ او په دې ماموریت کې له موږ سره لازمه همکاري وکړئ، ترڅو ستاسو درانه ولسونه او پاک رب درڅخه راضي شي.

په درنښت

مجاهد رحمت زی

مهترلام ښاروال

Latest announcements

Sat, Jul 25 2026 6:38 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د کلیو او پراختیا ریاست ترڅنګ خپل تجارتي مارکیټ بیارغونه ترسره کړي، ټول په شرایطو برابر ودانیز شرکتونه کولای شي چې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام . . .

Sun, Jul 19 2026 10:12 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د لغمان ولایت د مقام شفاهي هدایت په اساس د مهترلام ښاروالۍ مربوط ټولو د بلند منزلو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې راتلونکې یکشنبې ورځ چې د چنګاښ میاشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، ماسپښین . . .

Sun, Jul 19 2026 10:02 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواڔي چې د دویمې ناحیې فعلي دفتر(لابراتوار تعمیر) د احاطې بیارغونه وکڔي ټول په شرایطو برابر ساختماني شرکتونه کولای شي چې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام . . .

Back to announcements