د بازار اضطراري پرمختیايي شوراګانو د ایجاد په موخه د ایزي کار برنامې له مسوولینو سره دمهترلام ښاروالۍ ناسته تر سره شوه.

Anonymous (not verified)
Sun, May 23 2021 10:31 AM
شاروالی مهترلام

په همدې موخه له غرمې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحې په مدیریت کې ناسته وشوه په پیل کې د ښاروالۍ په استازولۍ د ناحې مدیرانجینر ذبیح الله حمیدي له ښه راغلاست وروسته وویل: خوښ یم چې  مهترلام ښاروالۍ د ایزي کار له برنامې سره په ګډه او همغږۍ په ښار کې د یادو شوراګانو د جوړولو کار پيلوي چې پر اساس يې په مهترلام ښار کې یوویشت (۲۱) د بازار اضطراري پرمختیایي شوراګانې جوړیږي.

ورپسې د ایزي کار برنامې ولایتي مسوول ښاغلي مشعل قیومي زیاته کړه ددې شوراګانو په جوړیدو سره به د ښار د اصنافو هغه ټولګي چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله زیانمن شوي د هغوۍ مالي لاس نیوی وشي چې د مهترلام ښاروالۍ او ایزي کار برنامې د مسوولینو د ګډې همکاري په نتیجه کې دغه افراد لومړی مشخص او وروسته ورسره مالي مرستې ترسره شي .

د یادونې وړ ده چې د ایزي کار برنامه په نورو برخو کې لکه ساختماني او د عام المنفعه پروژو د تطبیق په برخه کې له مهترلام ښاروالۍ سره په ګډه کار کوي چې له مخې به یې په سلهاوو کورنیو ته دغه خدمات وړاندې شي.

د ناستې په پای کې له داوړو لوریو څخه د کارونو د لا چټکتیا په موخه په کاملې همغږۍ تاکید وشو او ناسته په دعايې سره پای ته ورسیده .

په درنښت

مهترلام ښاروالۍ

۱۴۰۰/۳/۲

Latest news

Sun, Mar 01 2026 6:44 AM
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS