د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي ‌د لغمان نوي امنیې قوماندان سمونوال لطف الله کامران ته د نوې دندې مبارکي وويله

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 02 2021 5:01 AM
شاروالی مهترلام

لومړی مهترلام ښاروال هرکلی ووایه او بیا يې د نوې دندې مبارکي ورته وويله؛ مهترلام ښاروال امنیې قوماندان سره په کاري برخه کې پر ګډې همغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې امنیې قومندانۍ او ښاروالۍ به په ښاري نظم او د غصب مخنيوي کې د تېر په څېر غوره ‌همکاري کوي.

نوي امنیې قوماندان سمونوال لطف‌ الله کامران مهترلام ښاروال ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د ښاري نظم، د زورواکانو ‌د ځپلو او د غاصبينو مخنيوي په برخو کې به ښاروالۍ سره لازمه همکاري کوي.

په ‌پای کې مهترلام ښاروال ‌مجاهد‌ رحمت زي نوي امنیې قوماندان ته د هرکلي او ستړي مشي په موخه د اعزاز لونګۍ هم ور په سر کړه

 

Latest news

Wed, Apr 15 2026 7:16 AM
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

Tue, Apr 14 2026 9:38 AM
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

Tue, Apr 14 2026 9:35 AM
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS