ښاریانو ته د پاک چاپېریال برابرولو په موخه د مهترلام ښاروالۍ کارونه په منظم شکل د پلان له مخې روان دي

web_admin
Mon, Feb 03 2025 6:43 AM
د اوړو منډوي د ويالو صفايي

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زړورو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د اوړو منډوي د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه، یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړل شول، د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

Latest news

Sun, Apr 26 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

Sun, Apr 26 2026 6:20 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS