مهترلام ښاروال په دویمه ناحیه کې د حاجیانو سرک له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وک

web_admin
Sat, Jun 14 2025 9:53 AM
پروژو څخه ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادې پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې کارونه د پلان مطابق پر وخت ترسره کړي
یاده پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او ۱۵ متره په پلنوالي سرک کانکریټ اچول، دواړه خواړو ته یې ویالې او یو طرف ته یې استنادي دیوال جوړول شامل دي چې اوس مهال یې کارونه ۷۵ سلنه بشپړ شوي دي

Latest news

Sun, Apr 26 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

Sun, Apr 26 2026 6:20 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS